نوموړې په یوه ټيلویژني پروګرام کې پر اسلام او حجاب ټکونه وکړل او ادعا ئې وکړه چې د آسټریا ارزښتونه پر مسیحي او یهودي بنسټونو ولاړ دي او حجاب او سکارف د سرکوب نښه ده. هغې له ۱۴ کلونو د کم عمره نجونو لپاره د حجاب او سکارف د منع کولو د قانون ملاتړ وکړ، سره له دې چې په ۲۰۲۰ کال کې د آسټریا قانوني محکمې ورته قانون د یوه دین په نښه کولو له امله لغوه کړی و.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح شوې، چې په اروپا کې د مسلمانانو پر وړاندې د خولې توپیري شخړې زیاتې شوې او د امنیت او ادغام په پلمه د مذهبي نښو، په تیره بیا د ستر یا حجاب، د محدودولو هڅې روانې دي.
نړیوالو څارونکو خبرداری ورکړی چې دا چلند به د مسلمانانو، په تېره د سترمنو ښځو او نجونو نوره څنډې ته کیدا او د دښمنۍ فضا رامینځته کړي. د اسلامي او بشري حقوقو ادارو د آسټریا په سیاست کې د انحصار پالو او افراط پالو خبرو د بېرته ګرځېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي ئې دي چې د ستر او حجاب مسئله د انتخاباتي موخو لپاره کارول کېږي، چې د مذهبي ازادیو او بنسټیزو حقونو د لهمینځه تلو لامل کېږي.
د ۲۰۲۴ کال د اروپا د بشري حقونو د ادارې راپور هم ښئي چې آسټریا (۷۱٪)، جرمني (۶۸٪) او فنلاند (۶۳٪) په اروپا کې له اسلام ضده تر ټولو زیاتې پېښې لري. د اروپا د اسلام ضده پروسې سره د مبارزې ادارې د ۲۰۲۴ کال راپور له مخې، له ۱۰۳۷ ثبت شویو پېښو څخه ، ۷۶٪ ئې پر مسلمانو ښځو او ۴۰۲ ئې پر سترمنو او سکارف اچونکو ښځو شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4280707